د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جوبایډن مرستیالې کامالا هریس نن (پنجشنبه، د کب ۱۹مه) پولنډ ته د خپل سفر پر مهال، اوکراین کې د روسیي ځواکونو چلند غندلی او ټینګار یې کړی؛ چې د یاد چلند په اړه باید پلټنه وشي.
هریس همداشان ژمنه کړې؛ چې اوکراین به خپل ټول د اړتیا وړ ملاتړونه ترلاسه کړي.
نوموړې د لهستان د ولسمشر په شتون کې خبري ناسته کې زیاته کړې؛ چې د روسیې برید د نه منلو وړ جنایتونو ترسره کېدو لامل شوی.
نوموړې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته خبرداری ورکړ، چې د نوموړي برید یوازې د ناټو یوالی قوي کړی، په داسې حال کې چې روسیه کمزورې شوې.
د امریکا د ولسمشر مرستیالې زیاته کړې؛ چې دا هېواد به له لهستان سره، د اوکرایني کډوالو د بشردوستانه لګښتونو لپاره ۵۰ میلیون ډالره مرسته وکړي.
د امریکا د ولسمشر دا خبرې په داسې حال کې کېږي؛ چې اوکراین هم روسیه په جګړهییزو جنایتونو تورنه کړې او ټینګار یې کړی؛ چې روسي سرتېر ملکي وګړي موخه ګرځوي.
د دې ټول سربېره روسیې تل یاد تورونه رد کړي.