د امریکا د استازو مجلس جمهوري غوښتونکو افغانستان کې د تخلیې له بهیر نیوکه وکړه

لخوا Aamaj News

سي‌ان‌ان د امریکا استازو مجلس له جمهوري غوښتونکو څخه په نقل قول راپور ورکړی چې دوی په افغانستان کې د تخلیې بهیر څخه د یاد هېواد د ولسمشر جوبایډن له پروګرام نیوکه کړې.

د امریکا استازو مجلس جمهوري غوښتونکو زیاته کړې چې له افغانستان څخه د امریکا د وتلو په اوج کې، د بهرنیو چارو وزارت یوازې ۳۶ چارواکو په کابل هوایي ډګر کې شتون درلود تر څو هغه افغانان وڅاري چې د تخلیې قصد یې درلود.

سي‌ان‌ان زیاته کړې چې دې بهیر کې د کنسولي افسر لخوا یوازې درې زره او ۴۴۴ تنه له افغانستان څخه تخلیه شوي.

دا راپور ښایي چې د طالبانو واکمنۍ لاندې د ښځو آزادیو سلب کېدو د اندېښنو سربېره، هغه کسان چې ډېر د تخلیې په الوتنو کې کې بهر شوي، ډېری نارینه دي.

یاد راپور همداشان څرګنده کړې چې دولت د پېښ شویو پېښو ماهیت دولت په کره بڼه نه دی ښودلی او نه دي توانېدلي چې د امریکا دوښمنانو لخوا د افغانستان ګومانډویانو د ګمارنې مخنیوي لپاره کوم پلان جوړ کړي.

په راپور کې راغلي چې د ۲۰۲۱ کال پسرلي کې د بایډن دولت د تخلیې پروګرامونو کې د جګړې ډګر کې د بدلونونو سربېره، د امینتي وضعیت کړکېچ او تجدید نظر شویو مالوماتي ارزونې سربېره هېڅکله نه دي شریک شوي.

مایکل مک‌کال د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو کمیټې ارشد جمهوري غوښتونکي استازي ویلي:«که څه هم جوبایډن له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو په وېستلو باور درلود؛ خو نوموړی هوکړې د د لاسلیک پرېکړه پر ډونالډ ټرمپ پورې تړي.»

د یادونې وړ ده؛ چې افغانستان کې د طالبانو واک ته رسېدو او تخلیې له بهیر څخه یو کال تېرېږي او دې موده کې تل امریکا د سختو نیوکو لاندې راغلې ده.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ