د امریکا سفارت مرستیال د خبریالانو نیولو په غبرګون کې: د خبریالانو نیول او ګواښل ودروئ

لخوا Aamaj News

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت مرستیال یان مک‌کري نن (جمعه د کب ۲۷مه) د خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو د نیولو او ګواښلو په تړاو د راپورونو په اړه اندېښنه وښودله او هغه یې د بیان آزادۍ په برخه کې د طالبانو د اعلان شویو ژمنو خلاف کړنه وبلله.

نوموړي له طالبانو غوښتي چې خپلو ورته کړنو ته د پای ټکی کېږدي.

دا په داسې حال کې ده؛ چې طالبانو په افغانستان کې له واک ته رسېدو وروسته، یو زیات شمېر خبریالان ګواښلي، وهلي او ډبولي او نیولي دي.

په وروستۍ پېښه کې، طالب ځواکونو تېره ورځ د کابل کې د طلوع نیوز د خبر مسوول خپلواک ساپی، د خبر او سیاسي خپرونو پرمخ وړونکی بهرام امان او د حقوقي برخې یو کارکوونکی ونیول.

د طالبانو امنیتي چارواکو تر اوسه په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ