په افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر: که طالبانو جامع حکومت جوړ نه کړي، مقاومت به زیات شي

لخوا Aamaj News

په افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر، رونالډ نیومن ویلي، که طالبانو یو ټول ګډونه حکومت جوړ نه کړي، مقاومت به زیات شي.

هغه زیاته کړې طالبان به په لنډه موده کې به ډېر بدلون ونه کړي او د نورو سپارښتنو او توصیو ته هم ارزښت نه ورکوي.

نيومن د نجونو د ښوونځيو تړلو ته په اشارې سره وويل چې ښايي طالبانو بالاخره د اسلام له کوم تعبير سره چې لري، د نجونو د ښوونځيو په اړه پرېکړه وکړي.

د متحده ایالاتو دغه پخوانی چارواکی له امریکا غږ سره په مرکه کې زیاته کړې چې ډېری انقلابونه له هغو حکومتونو پیلېږي چې په بشپړ ډول په ګډوډۍ کې وي او د وخت په تېرېدو سره حکومت کول زده کوي.

نیومن زیاته کړې، که طالبانو ټول شموله حکومت ته سر کښېږدي، منطقي پایلې به ولري، که نه نو د وخت په تېرېدو سره به یې پر وړاندې ستونزې او مقاومت زیات شي. هغه روښانه کړه چې ډاډه نه دی چې ایا لا ډېر مقاومت د طالبانو د دریځ د ماتولو لپاره کافي دی او که نه.

نوموړی يادونه کړې، چې په اوسنيو حالاتو کې ډېر داسې عوامل شته، چې هېڅوک نشي کولای د افغانستان پر وړاندې د اوږدمهالې لارې په اړه، ګټور څه بیان کړي.

په افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر وايي: «موږ داسې شواهد نه وینو چې طالبان دې دغه غوښتنې ومني. زه فکر کوم چې دوی په مخالف لوري روان دي.»

دغه پخواني امریکايي دیپلومات دا هم ویلي، چې که طالبان د یوه ټول شموله حکومت د جوړولو په برخه کې د نورو قومونو شخصیتونو ته هم څو څوکۍ ورکړي، دا اقدام به د ټول شموله حکومت په معنی نه وي؛ خو که دوی د مختلفو شالیدونو خلکو ته څوکۍ ورکړي چې په خلکو کې نفوذ لري، کولی شي پر بحثونو اغېر ولري.

نیومن ویلی چې حکومت هغه وخت ټول شموله کیدای شي کله چې د خلکو مختلفي طبقې احساس وکړي چې غږ یې اورېدل کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو نږدې یو کال کیږي؛ خو تر اوسه هیڅ کوم هیواد د دوی حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی.

د یوه ټول شموله حکومت رامنځته کول، د ښځو او نجونو بنسټیزو حقونو ته درناوی، مذهبي اقلیتونه او له ترهګرو ډلو سره د طالبانو د اړیکو پرې کول د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندلو کې د نړیوالې ټولنې له مهمو شرطونو څخه دي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ