د افغانستان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي توماس وسټ له یوې امریکایی رسنۍ سره په خبرو کې ویلي، تر هغې چې طالبان د امریکا او نړیوالې ټولنې شرطونه پوره نه کړي؛ امریکا به د طالبانو حکومت په رسمیت ونه پېژني.
وسټ په دوام کې زیاته کړې؛ له دې سره چې متحده ایالات د افغانستان د وضعیت په اړه پوهېږي او په یاد هېواد کې له روان بشري ناورین څخه اندېښمن دي؛ خو د امریکا لخوا د یاد هېواد کنګل شویو پیسو آزادول، د طالبانو لخوا د دوی د شرطونو په عملي کولو پورې تړاو لري.
د وسټ په وینا؛ امریکا د طالبانو لخوا د ښځو او نجونو د حقونو د تامین او له نړیوالې ټولنې سره د دوی د ژمنو په عملي کېدو ډاډه نه ده. نوموړي وویل چې طالبان باید په خپلو ژمنو عمل وکړي.
دا په داسې حال کې ده؛ چې د څه کم څلور میاشتو له تېرېدو سره، هېڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او د دې کار لپاره یې شرطونه اېښودلي.
په ورته وخت کې د طالبانو لوړپوړي غړي انس حقاني، د نړیوالې ټولنې لخوا د دوی په رسمیت نه پېژندل د افغانستان وګړو په وړاندې بې عدالتي ګڼلې او ویلي دي؛ چې طالبان په هغه کچه نړیوالې ټولنې ته اړتیا نه لري، لکه نړیواله ټولنه چې طالبانو ته اړتیا لري.