د امریکا د دفاع وزیر لوید آسټین وايي، د دغه هېواد پوځ یو ځل بیا د سوریې په ختیځ کې د سپاهپاسداران او د ایران اړوندو ځواکونو پر مرکزونو «دقیق» بریدونه کړي دي.
د امريکا د دفاع وزير نن (دوشنبه، د لړم ٢٢مه) په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې په دغو بريدونو کې د سوريې د ابوکمال او ميادین ښارونو ته څېرمه يو روزنيز مرکز او خوندي کورونه په نښه شوي دي.
ښاغلي آسټین زیاته کړی چې دا بریدونه په عراق او سوریه کې د امریکايي پرسونل باندې د بریدونو په ځواب کې شوی دی.
د امریکا د دفاع وزیر څرګنده کړه: «ولسمشر د امریکایي پرسونل له امنیت څخه لوړ لومړیتوب نه لري، او د نن ورځې په اقدام یې دا څرګنده کړه چې امریکا به له خپل ځان، پرسونل او خپلو ګټو څخه دفاع وکړي.»
په همدې حال، په تیرو دریو اونیو کې دا په سوریه کې د سپاهپاسداران پر تاسیساتو د امریکا دریم برید دی.
د امریکايي چارواکو په وینا د اسرائیل او حماس ترمنځ د جګړې له پیل راهیسې په عراق او سوریه کې پر امریکايي ځواکونو څه باندې ۴۰ځله بریدونه شوي دي، د امریکا په وینا د دغو بریدونو ترشا په ایران پورې تړلې ملېشې دي.
دا په داسې حال کې ده چې پنټاګون تېره اوونۍ اعلان وکړ چې په دغو بریدونو کې ۴۶ امریکاييپوځیان ټپیان شوي او تر ۲۰ ډېر نور زياتمن شوي دي.
1 تبصره
Hmm is anyone else having problems with the images on this blog loading?
I’m trying to figure out if its a problem on my end or if it’s the blog.
Any feed-back would be greatly appreciated.