د امریکا متحده ایلاتو د بهرنیو چارو وزیر، آنټوني بلینکن پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د محتده عربي اماراتو له ولیعهد، محمد بن زاید آن نهیان سره یې په افغانستان او سیمه کې د ګډ کار او مهمو مسایلو په اړه ټلیفوني خبرې کړې دي.
بلینکن زیاته کړې؛ چې یادو خبرو اترو کې امریکا د امریکایي اتباعو، د سفارت کارکوونکو د وېستلو، درېیم هېواد ته د دوی د خوندي لېږد او له افغانستان سره د محتده عربي اماراتو له بشري مرستو څخه قدرداني او ستاینه کړې ده.