د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي توماس وسټ، بلخ کې پر تبیان کلتوري مرکز د تېرې ورځې برید د غندلو سره دا یو ترهګریز برید بللی دی.
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي تېره ورځ په یو ټوېټ کې د ژورې خواشینۍ څرګندولو سره، د خبریالانو را ټولېدو ځای کې چاودنه (بېمانا تاوتریخوالی) بللی دی.
نوموړي ټينګار کړی دی، چې د افغانستان خلکو په استقامت باور لري.
بل پلو د تبیان کلتوري مرکز دفتر هم د یوې بیانیې په خپرولو سره دا چاودنه غندلې ده او له طالبانو یې غوښتي، چې د دې پېښې عاملین مالوم او سزا ورکړي.
بلخ کې د طالبانو امنیه قومندانۍ ویاند آصف وزیري رسنیو ته وویل؛ چې دا ناسته له طالبانو سره له همغږۍ پرته جوړه شوې ده. آصف وزیري همداشان ومنله چې د تبیان مرکز مسوولین یې د څېړنو لپاره نیولي دي.