امریکا ‌د افغانستان ښځو پیاوړتیا لپاره ۱۵۰ میلیون ډالره مرسته کړي

لخوا Aamaj News

د امریکا متحده ایالاتو خبر ورکړی چې د افغانستان ښځو پیاوړتیا او د خلکو د خوړو د امنیت غوره کېدو لپاره ۱۵۰ میلیون ډالره مرسته کړي.

انتوني بلېنکېن په یو ټوېټ کې لیکلي چې دا مرسته به د ملګرو ملتونو لخوا په افغانستان کې د ښځو پیاوړتیا، د زده کړو د فرصتونو ډېرښت او د خوړو د امنیت غوره والي لپاره ولګول شي.

دا مرسته په داسې حال کې د امریکا لخوا اعلان شوه چې افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ لومړۍ کلیزه په پوره کېدو ده.

هغه حکومت چې لاهم د نړۍ لخوا په رسمیت نه دی پېژندل شوی او په څو ځلې د خپلو کړنو لپاره په ځانګړي ډول د ښځو په وړاندې د نړۍ هېوادونو له نیوکو سره مخ شوی.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ