امریکا: د طالبانو په رسمیت پېژندلو لپاره ډېر وخت دی

لخوا Aamaj News

د منځنۍ او سویلي آسیا په چارو کې د امریکا بهرنو چارو وزارت سیاسي مرستیال له امریکا غږ سره په مرکه کې ویلي لا ډېر وخت دی چې د طالبانو په رسمیت پېژندلو باندې خبرې وشي.

دونالډ لو ویلي: «فکر کړم په حقیقت کې په دې اړه د مسکو، بېجېنګ او ایران په ګډون نړیواله اجماع شتون لري او هغه دا چې ډېر وخت دی چې د طالبانو په رسمیت پېژندلو باندې فکر وشي.»

یاد امریکایي چارواکي د روسیې او ازبېکستان په ګډون د ځینو هېوادونو لخوا د طالب سفیرانو منلو ته په اشارې سره زیاته کړې؛ چې یو شمېر هېوادونو په ورو ډول له طالبانو سره د خپلو اړیکو عادي کول پبل کړي، خو لا هېڅ هېواد د یادې ډلې په رسمیت پېژندلو په اړه خبرې نه دي کړي.

نوموړي ټینګار کړی؛ چې واشنګټن څو ځلې په ښکاره ډول خبر ورکړی چې کوم مشروعیت ته اړتیا نشته مګر تر هغې چې طالبان پر ښځو خپل بندیزونه لرې کړي او یو ټول ګډونه حکومت جوړ کړي.

نوموړي همداشان د خپلو خبرو په یوه برخه کې زیاته کړې: «دوی (طالبان) نشي کولی خپلې غوښتنې پر میلیونونو افغانانو په زور ومني.»

د امریکا بهرنیو چارو وزارت مرستیال افغانستان کې د داعش ډلې پراخ شتون ته په اشارې سره ویلي له هغه ځایه چې د افغانستان ګاونډي هېواد له دې هېواد څخه خپل امنیتي ګواښونه بولي، د مرکزي آسیا هېوادونه، امریکا او نور شریکان کولی شي د داعش کډ ګواښ په وړاندې د ګډې مبارزې په اړه له طالبانو سزه خبرې اترې وکړي.

نوموړي زیاته کړې؛ چې امریکا د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو سره په اړیکه کې ده تر څو د دوی پوله‌ییز امینت خوندیتوب کې مرسته وکړي او د طالبانو خورا غیر معمول حکومت سره خبرې اترې آسانه کړي.

دا په داسې حال کې ده؛ چې افغانستان کې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو نږدې یوولس میاشتې کېږي؛ خو لاتراوسه د نړۍ هېڅ هېواد د دوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ