امریکا: په افغانستان کې وضعیت څارو او د تروریستي ګواښونو پر وړاندې ضربتي برید ته چمتو یو

لخوا Aamaj News

د امریکا د وسله والو ځواکونو لوی درستیز جنرال مارک میلي ویلي، هېواد یې د افغانستان وضعیت څاري او د تروریستي ګواښونو پر وړاندې چټکي عملیات ته چمتو دی.

ښاغلي میلي د امریکا ولسي جرګې ته ویلی، هیله لري چې افغانستان به د امریکا پر ضد د تروریستي فعالیتونو په مرکز بدل نه شي.

نوموړی ويلی «موږ افغانستان څارو، زه په دې اړه جزئیاتو ته نه ځم چې څنګه، په کوم شکل او کوم میکانیزم؛ خو د افغانستان له خوري څخه د یو ګواښ په لیدو سره، موږ د چټک بریدونو د ترسره کولو لپاره وسیله لرو.»

نوموړی زیاته کړې، واشنګټن هیڅکله نه غواړي چې افغانستان د ترهګرو او پر امریکا د بریدونو په ډګر بدل شي.

د امریکا د پوځ لوى درستيز د تروريستي ګواښ پر وړاندې د پوځي عملياتو د څرنګوالي په اړه څه ونه ويل. خو د روان کال د اپریل په لومړیو کې امریکايي بې پیلوټه الوتکو په هلمند ولایت کې د طالبانو د وسلو یوه ډیپو ویجاړه کړه.

د امریکا د پوځ د یو جګپوړي چارواکي دا څرګندونې په داسې حال کې کيږي، چې په افغانستان کي د طالبانو د واکمنۍ له پیل راهیسې د نړۍ یو شمېرهېوادونو ددغه هیواد په خاوره کې د ترهګرو ډلو د نفوذ په اړه اندېښنه ښودلې ده.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ