د امریکا جګپوړو استخباراتي چارواکو پرون تایید کړ چې دوی په افغانستان او اوکراین کې د حکومتونو د دوام په اړه يې ناسم قضاوت کړی دی.
اسوشیټیډ پریس راپور ورکړی چې د متحده ایالاتو د پوځي استخباراتو رییس، سکاټ بریر د سنا د دفاعي خدماتو کمیټې استماعي غونډي ته ویلی چې دوی په افغانستان او اوکراین کې د حکومتونو د دوام په اړه ناسم قضاوت کړی.
د امریکا په کانګریس کې دا اعتراف وروسته له هغه وشو چې د امریکا د سنا د دفاعي خدماتو کمیټې د امریکا د استخباراتو له جګپوړو چارواکو څخه د افغانستان او اوکراین د حکومتونو د دوام په اړه د دوی د ناسم قضاوت په اړه پوښتنې وکړې.
په راپور کې راغلی، چې د امریکا استخباراتي ادارې باور درلود چې د امریکا په ملاتړ پخوانی افغان حکومت به د نړیوالو ایتلافي ځواکونو له وتلو وروسته د څو میاشتو لپاره د طالبانو پر ضد واک وساتي.
دغي ادارې همدارنګه باور درلود چې روسي ځواکونه به په څو اونیو کې د اوکراین حکومت نسکور کړي.
باید وویل شي، چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته په دغه هېواد کې د پخواني حکومت د پوځ او طالبانو ترمنځ جګړې زور واخیست او طالبانو په بې ساري پرمختګ سره د افغانستان لوی ښارونه تر خپل کنټرول لاندې راوست.
د تېر کال د زمري په ۲۴مه کابل ښار له کومې جګړې پرته د طالبانو لاس ته ولوېد او بیا افغان ولسمشر اشرف غني متحده عربي اماراتو ته وتښتېد.