توماس وېسټ: که روسیه او چین د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني، خو امریکا به داسې کړنه ونه کړي

لخوا Aamaj News

د امریکا متحده ایالاتو ویلي چې د افغانستان پیسو آزادول؛ قانوني او قضايي ستونزې لري. 

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي؛ توماس وېسټ له امریکا غږ سره په مرکه کې ویلي چې د افغانستان پیسو آزادولو کې یوازې د دوی هېواد رول نه لري. 

وست همداشان ویلي؛ هغه اندونه چې کواګي امریکا د افغانستان پیسې کنګل کړې دي، غلط دي. 

نوموړي د نړۍ له لوري د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندلو په اړه ویلي؛ چې که روسیه او چین د افغانستان نوی حکومت په رسمیت وپېژني، خو امریکا به ورته کړنه ترسره نه کړي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ