د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند، ند پرایس د اوکراین د مسألې په اړه چې په افغانستان کې د امریکا شتون او له افغانستان څخه د امریکایي سرتېرو د وتلو اړخ ته یې اشاره درلوده وویل، جې واشنګټن د افغانستان خلکو شا نه ده کړې.
پرایس په دواړ کې زیاته کړه؛ چې اوسمهال واشنګټن د فرصتونو او ګواښونو په څېړلو بوخت دی او له افغانانو څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.
دا په داسې حال کې ده؛ چې څه موده وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وساند ویلي و، چې هېواد یې له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو یو له لویو وړاندې کونکو دی.
خو نوموړي زیاته کړې؛ چې امریکا په یوازې ډول نه توانېږي چې د افغانستان له انساني ناورین مخنیوی وکړي.