امریکا له افغانستان سره ۴۷۴ میلیون ډالره مرسته وکړه

لخوا Aamaj News

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وسټ خبر ورکړی؛ چې هېواد یې له افغانستان سره ۴۷۴ میلیون ډالره او یو میلیون ډوره د کرونا واکسینو مرسته کړي.

وسټ په یو ټویټ کې لیکلي؛ چې دا شمېر پیسې او واکسین د امریکا بشر دوستانه مرستو باندې زیاتې شوې دي.

د نوموړي په وینا؛ د کرونا یو میلیون ډوزه واکسین د کواکس لخوا وړاندې کېږي او له افغانستان سره د امریکا مرستندوی واکسینو شمېز به ۴.۳ میلیون ډوز ته ورسېږي.

نوموړي ټینګار کړی، چې د امریکا متحده ایالاتو به د افغانستان حلکو تر څنګ پاتې شي.

په داسې حال کې د افغانستان له خلکو سره د امریکا مرستو خبر ورکول کېږي، چې یو شمېر هېوادوال حتا د لومړنیو توکو د اخیستلو لپاره هم پیسې نه لري.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ