په ارزګان کې یوې ځوانې نجلۍ د زهرو په خوړلو ځان وژنه وکړه

لخوا Aamaj News

په ارزګان کې ځایي سرچینې آماج ته وايي چې د دغه ولایت په دهراوود ولسوالۍ کې یوې ځوانې نجلۍ د زهرو په خوړلو خپل ژوند پای ته ورساوه.

د سرچینو په وینا د دغي نجلۍ د ځان وژني لامل دا و چې کورنۍ یې له کور نه د هغې د وتلو او یو واده ته د تګ خنډ ګرځېدلې وه.

دا په داسي حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ راهیسي دهیواد د بېلابېلو ولایتونو څخه د ښځو د ځان وژني راپورونه خپریږي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ