د ABS خبرې شبکې راپور ورکړی چې د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا غړي په خپله ورستۍ غونډه کې نه دي توانېدلي چې د ۱۳ طالب چارواکو د سفر معافیت پر تمدید کولو هوکړه وکړي.
یادې شبکې نن (شنبه د زمري ۲۹مه) ملګرو ملتونو امنیت شورا کې له ډیپلوماټانو څخه په نقل قول د یو راپور خپرولو سره لیکلي چې د یادې شورا له غړو روسیې او چین د طالب چارواکو د سفر معافیت لپاره د رایې ورکولو یا رایې نه ورکولو لپاره وخت غوښتی.
یاد راپور کې راغلي چې د امریکا متحده ایالات او غربي هېوادونه غواړي چې د ښځو حقونو او ټول ګډونه حکومت په جوړولو کې د طالبانو نه پاملرنې له امله د دوی د ۱۳ چارواکو د سفر معافیت لغوه کړي.
را پور کې همداشان زیاته شوې چې ښایي روسیه او چین په دې اړه خپل وړاندیزونه تر نن مازدیګر پورې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وسپاري.
د یادونې وړ ده چې لسګونه طالب چارواکي د ملګرو ملتونو د بندیزونو په نوملړ کې دي.
دوی د سولې خبرو اترو له پیل وروسته اجازه ترلاسه کړه چې بهرنیو هېوادونو ته سفر وکړي.