د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت نوې طرحه: په اونۍ کي دي درې ورځي نجوني درسونو ته حاضریږي او درې ورځي به هلکان

لخوا Aamaj News

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د نوې پرېکړې له مخې له دې وروسته به پوهنتونونو کې نارینه او ښځینه محصلین په جلا جلا ورځو کې تدریس کېږي.

د نوي مهال وېش پر اساس د شنبې, دوشنبې او چهارشنبې ورځي نجونو او د يک‌شنبې, سه‌شنبې او پنج‌شنبې ورځي هلکانو ته ځانګړي شوي.

د نجونو او هلکانو د جلاوالي د نوي مهال وېش په اساس, درسي ساعتونه به د سهار له اتو بجو بیا د ماسپښين تر درو بجو دي.

طالبانو دا هم ویلي چې د پوهنتونونو، پوهنځيو او دروازو کې د نشراتو د ریاست د لګول شویو پوسټرونو له مخې د حجاب مسله خورا جدي ده.

تر دې وړاندي دغه وزارت په کابل پوهنتون کې د اسلامي ثقافت مضمون له ۸ کریډیټونو څخه ۲۴ کریډیټونو ته لوړکړې و.

خو د پوهنتون يو شمېر استادانو اندېښنه ښودلې، چې ښايي طالبان په افغانستان کې د پوهنې د له منځه وړلو لپاره يو بهرنى پلان عملي کړي، د دوی په وينا نارينه او ښځې په بازارونو، روغتونونو او هر ځاى کې ګډې دي.

د دوی په وینا په دې کار سره د پوهنتون علمي سطحه کښته کيږې.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ