په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان استازی آماج ته: پر اوکراین د روسیې برید په ښکاره ډول د نړیوالو قوانینو نقض دی؛ موږ یې غندو

لخوا Aamaj News

په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان استازی وایي؛ چې د روسیې لخوا د اوکراین د اشغال په اړه د غندلو هوکړه لیک ته د ملګرو ملتونو سازمان د عمومي مجمع په ناسته کې مثبه رایه ورکوي.

په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان استازی، نصیراحمد فایق له آماج‌نیوز سره خبرو کې وایي “چې له افغانستان څخه په استازولۍ، د نړیوالو اړیکو په پام کې نیولو سره، پر اوکراین د روسیې د یرغل په اړه د ملګرو ملتونو هوکړه لیک کې مخالفت کړي.”

فایق زیاتوي: “پر اوکراین د روسیې برید په ښکاره ډول د نړیوالو قوانینو او د ملګرو ملتونو سازمان د منشور نقض کول دي چې پکې د هېوادونو ارضي تمامیت او حاکمیت ته پر درناوي، د هېوادونو سیاسي استقلالیت او حاکمیت په وړاندې له زور او ګواښ څخه پر مخنیوي او د بین الدول د شخړو سوله‌ییزې حل لارې پر موندلو ټینګار شوی.”

نوموړي آماج ته وویل: “په خواشینۍ سره افغانستان خپله د بهرنیو ځواکونو د برید، یرغل او جګړې څخه اغېزمن دی او زموږ خلکو یې کالونه بدې او منفي اغېزې تجربه کړې دي.”

دا په داسې حال کې ده؛ چې له دې وړاندې د طالبانو بهرنیو چارو وزارت ویلي و، چې د بې طرفۍ سیاست پر بنسټ له روسیې او اوکراین غواړي چې اوسنی ناورین د خبرو او سوله‌ییزې لارې څخه حل کړي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ