ملګري ملتونه: د افغانستان خلکو معیشت جوړولو لپاره له قوي پروګرام پرته، په دې هېواد کې انساني ناورین ته لاسرسی سخت دی

لخوا Aamaj News

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام رئیس عبدالله الدرداري نن (سه شنبه د وري ۱۶مه) ویلي؛ چې د افغانستان خلکو معیشت جوړولو لپاره له قوي پروګرام پرته، په دې هېواد کې لوی انساني ناورین ته لاسرسی سخت دی.

نوموړي زیاته کړې؛ چې افغانستان کې بشري مرستې بسنه نه کړي او د خلکو پر معیشت باید کار وشي.

د ملګرو ملتونو دې چارواکي ویلي؛ چې د تېر میلادي کال له اګېسټ میاشتې را په دېخوا افغانستان کې کورنی ناخالص تولید ۲۵ سلنه کم شوی.

نوموړي زیاته کړې: « که موږ غواړو د بشري ستونزو بار کم کړو، د افغانستان خلکو د معیشت په اړه باید یو کار وکړو.»

دا په داسې حال کې ده؛ چې افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته، په څو څلې دې هېواد کې بشري وضعیت ترینګلی راپور ورکړل شوی.

په ورته وخت کې الدرداري دا خبرې په داسې حال کې کړي؛ چې افغانستان کې بېوزلي او بېکاري د دې لامل شوې چې د دې هېواد وګړي له خطرونو په ډکو لارو په ناقانونه کډوالیو لاس پورې کړي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ