ملګري ملتونه: په افغانستان کې میلیونونو کسانو خپل کورونه پرېښي او د بسیا خوړو موندلو په لټه کې دي

لخوا Aamaj News

د کډوالو چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیسارۍ نن (چهارشنبه د وري ۱۷مه) د یو ټویټ په خپرولو سره ویلي؛ چې افغانستان کې ښځې او ماشومان په دې هېواد کې د انساني ناورین سخت پېټۍ پر اوږو لېږدوي.

دغه بنسټ زیاته کړې؛ چې افغانستان کې میلیونونو کسانو خپل کورونه پرېښي او د بسیا خوړو او سرپناه موندلو لپاره هڅه کړي.

د کډوالو چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیسارۍ زیاته کړې؛ چې د اهداکوونکو پیاوړی ملاتړ ژوند ژغورونکی دی.

یاد بنسټ همداشان په دې ټویټ کې زیاته کړې؛ چې نجونې او ښځې او د دوی ټولنه باید ژغورونکو مرستو ته لاسرسی ولري.

له دې وړاندې ملګرو ملتونو په ۲۰۲۲م کال کې د افغانستان ناورین د حل لپاره د ۴،۴ میلیارده ډالرو غوښتنه کړې وه؛ خو مرسته کوونکو په هغه غونډه کې چې د تېرې اونۍ په پای کې ترسره شوه، ژمنه یې وکړه چې له افغانستان سره به ۲،۴ میلیارده ډالره مرسته کړي.

په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته، د دې هېواد د وګړو وضعیت په څو ځلې ترینګلی راپور شوی.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ