یونیسف: په افغانستان کې نږدې ۱۴ میلیونه ماشومان د خوړو لپاره بسیا خواړه نه لري

لخوا Aamaj News

له ماشومانو څخه د ملاتړ سازمان یا یونیسفد ماشومان ورځې په رارسېدو سره نن (جمعه د عقرب ۲۸) د یوې اعلامیې په خپرولو سره، په راتلونکي ژمي کې د افغانان ماشومانو له بد وضعیت څخه اندېښنه ښودلې.

یونیسف په خپله اعلامیه کې ویلي چې په افغانستان کې اوسني بشري بحران، په دې هېواد کې ماشومان هم زیانمند کړي او همدااوس په زرګونه ماشومان دې هېواد کې له بېلابېلو ګواښونو سره مخ دي، د دغه سازمان په وینا همدا اوس نږدې ۱۴ میلیونه افغان ماشومان د خوړو لپاره د بسنې وړ خواړه نه لري.

په ورته وخت کې دې سازمان یوځل بیا ګواښ کړی چې له یو میلیون څخه زیات افغان ماشومان د حاد سوتغذي له خطر سره مخ دي او که دوی ته لاسرسی ونه شي ډېری له دوی به ژوند له لاسه ورکړي.

په افغانستان کې له ماشومانو څخه د ملاتړ صندوق ویلي له دې سره چې سبا ورځ به د نړۍ په ګوډ ګوډ کې د ماشومانو ورځ ونمانځل شي، خو په افغانستان کې به دا ورځ نه نمانځل کېږي.

په ورته وخت کې ملګرو ملتونو د نړۍ له رهبرانو غوښتي، چې د افغان ماشومانو ستونزو ته دې لاسرسی وشي او په دې هېواد کې د بشري ناورین له مخنیوي څخه دي یاد هېواد ته خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ