محمد آګ آیویا په افغانستان کې د یونیسف نوی استازی وټاګل شو

لخوا Aamaj News

له ماشومانو څخه د ملاتړ صندوق (یونيسف) خبر ورکړی، چې محمد آګ آیویا په افغانستان کې د یاد بنسټ د استازي په توګه ټاکل شوی.

د یونیسف د اعلامیې پر بنسټ محمد آګ آیویا د افریقا له لویدیځ مالي هېواد څخه دی او له دې وړاندې یې په سومالیا، سویلی سوډان، زمبابوه او ګینه هېوادونو کې د یونیسف د استازي په توګه دنده ترسره کړي.

یونیسف زیاته کړې؛ چې آیویا په نړیواله کچه د پراختیایي همکاریو څه باندې ۲۰ کلنه حرفوي تجربه لري.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ