په افغانستان کې له ماشومانو څخه د ملګرو ملتو د ملاتړ صندوق (یونیسف) استازی محمد ایویا وایي؛ چې یوازې تېرو دوه ورځو کې دې هېواد کې ۱۷ ماشومانو ژوند له لاسه ورکړی.
له ماشومانو څخه د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق استازي (جمعه د غبرګولي ۶مه) په یو ټویټ کې ویلي؛ چې د تېرې اونۍ چهارشنبه او پنجشنبه ورځو کې د بلخ او کابل بریدونو کې ۱۶ماشومانو او له جګړې د پاتې شوي چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله په اروزګان کې یو ماشوم ژوند له لاسه ورکړی.
نوموړي په دې سره په ټینګار چې دا وضعیت باید پای ته ورسېږي زیاته کړې؛ چې افغانستان کې د ماشومانو سخته مرګ ژوبله باید ودرېږي.
دا په داسې حال کې ده؛ چې افغانستان کې د بشر حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي هم ویلي وو، چې د کابل او بلخ بریدونو کې د ۱۶ ماشومانو په ګډون څو ملکي وګړي وژل شوي.
د بلخ ولایت مرکز مزارشریف ښار (چهارشنبه د غبرګولي ۴مه) د درې پرله پسې چاودنو شاهد وو.
دا چاودنې د مزارشریف ښار په پینځمه او لسمه ناحیه کې شوې دي. داعش ډلې د یادو چاودنو مسوولیت پر غاړه اخیستی.
بل پلو نن سهار کندز کې هم د هاوان مرمۍ د چاودېدو په پایله کې، دوه ماشومانو ژوند له لاسه ورکړ او یو بل ماشوم ټپي شوی.
3 تبصرې
This post post made me think. I will write something about this on my blog. Have a nice day!!
But wanna say that this really is quite helpful Thanks for taking your time to write this.
Good post! We will be linking to this particularly great post on our site. Keep up the great writing