د آسټرالیا دفاع وزارت د یو راپور په خپرولو سره؛ د ملګرو ملتونو له ماشومانو څخه د ملاتړ صندوق (یونیسف) د ځوانې سفیرې په توګه د یاد هېواد د لومړۍ هزاره پوځي، کُبرا علي له ټاکل کېدو خبر ورکړی.
د یاد راپور پر بنسټ؛ کله چې د نوموړې کورنۍ افغانستان د پاکستان په موخه پرېښود دوه کاله عمر یې درلود او تر ۹ کلنۍ هم آسټرالیا ته نه وه دننه شوې.
کُبرا علي وايي: «موږ تل یونیسف د آسټرالیایانو یا بهرنیانو په توګه پېژندلو چې له موږ سره مرسته کړي. خو کله چې لویه شوم، پوه شوم چې دوی د کوم ځای دي.»
نوموړې شاوخوا له شلو کالونو وروسته د لومړنی افغاني الاصله آسټرالیایی سرتېرې او بالاخره له آسټرالیا څخه د یونیسف ځوانې سفیرې په توګه وټاکل شوه.
که څه هم د کُبرا علي کیسه د نورو افغان کډوالو په توګه له درد او غربت ډکه ده او په خپل قول یې ډېر ځلې تښتېدلې او په ښارونو کې د آشنان څېرې پسې ګرځېدلې، خو نوموړې زیاتوي؛ چې آسټرالیا دوی ومنل او اوس ښاریان دي او باید د ښاریانو په توګه خپلې دندې او مسوولیتونه سرته ورسوي.
کله چې د آسټرالیا د ښځو اونیزه او (اسبياس) کې د کُبرا علي انځورد لومړی هغه افغان ښځې په توګه چې د اسټرالیا ځواکونو سره یو ځای شوه، خپور شو نوموړې یوه پېژندل شوې څېره وګرځېده.
دا ځوانه سفیره له ماشومانو لیدنه کړي او د دوی ستونزې اوري او وروسته یې له لوړپوړو آسټرالیایي چارواکو سره شریکوي.