سږ کال به یونیسف په افغانستان کې د سیارو مرسته کوونکو ټیمونو لپاره خپلې ټولې هڅې وکړي

لخوا Aamaj News

د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندق “یونیسف” سیمه ییز مسوول جورج لاریا اجي په خپله ټویټر پاڼه لیکلي؛ چې د افغانستان لرې پرتو سیمو کې سیار ټیمونو ښه پایله ورکړې او د ډېرو خلک په ځانګړي ډول میندو او ماشومانو لپاره یې د روغتیایي او نورو خدمتونو برخه کې اړینه خدمتونه وړاندې کړي.

جورج زیاتوي، چې یونیسف به سږ کال په افغانستان کې د مرسته کوونکو سیارو ټیمونو لپاره خپلې ټولې هڅې ترسره کړي، تر څو اړمنو ته مرستې ورسېږي.

دا په داسې حال کې ده؛ چې د ملګرو ملتونو د تخمین پر بنسټ، افغانستان کې ۲۳ میلیونه کسان له لوږې سره مخ دي چې له دې ډلې ۳ میلیونه ماشومان له شدید خطر سره مخ دي.

له دې وړاندې هم د نړۍ هېوادونو؛ په افغانستان کې بد بشري وضعیت څخه اندېښنه ښودلې وه.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ