یونیسف افغانستان کې د ماشومانو د بد وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړه

لخوا Aamaj News

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق (یونیسف) په دې وروستیو کې اعلان کړی چې افغانستان کې د ماشومانو لپاره د ژوند شرایط په بې مخیني ډول د اندېښنې وړ دي.

یونیسف تېره ورځ (سه شنبه) په یو ټویټ کې ویلي چې افغانستان کې نږدې ۹۰۰ زره ماشومان له سخت خارښ ډنګر والي څخه کړیږي.

دغه سازمان همدا راز زیاته کړې، افغانستان کې د لوږې لوړه کچه ماشومانو ته ستر زیان اړولی دی.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهې صندوق په وینا، افغانستان په تېر یو کال کې په یو بشري ناورین حالت کې و او له همدې امله دغه هېواد بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

یونیسف تر دې مخکې په نړۍ کې د ۱۱۰ میلیونو ماشومانو وضعیت ته د رسېدو لپاره له نړیوالې ټولنې څخه د ۱۰ میلیارده ډالرو مرستې غوښتنه کړې وه.

د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې د ملګرو ملتونو بشري څانګو افغانستان کې په ځانګړی ډول راتلونکي ژمي کې د بې وزلۍ او لوږې د کچې د پراخېدو په اړه څو ځلې خبردارى ورکړى دى.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ