له ماشومانو څخه د ملګرو ملتونو سازمان د ملاتړ صندوق د سمنګان ولایت مرکز ایبک ښار کې د «الجهادي» دیني مدرسه کې د تېرې ورځې د برید په غبرګون کې وایي چې د دې برید د خبر له اورېدو «وېرېدلي» دي.
یونیسف تېره ورځ (چهارشنبه) افغانستان کې پر ماشومانو د بری غندلو سره په یو لړ ټوېټونو کې زیاته کړې ده، چې دې هېواد کې د روان کال په لومړۍ نیمه کې ۲۸۸ ماشومان په ځانګړي ډول مدرسو او ښوونیزو ځایونو کې ټپیان او وژل شوي.
که څه هم د دې سازمان په باور ښايي د ماشومانو د مرګژوبلې ریښتیني شمېرې تر هغې ډېر «ډېرې» وي چې اعلان شوې دي.
له ماشومانو څخه د ملګرو ملتونو سازمان د ملاتړ صندوق همداشان د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ سره افغانستان کې له ټولو لورو غوښتي چې «ماشومان نه باید د تاوتریخوالو قرباني شي».
یونیسف ټینګار وکړ چې ښکېل لوري نه باید د خپلو پوځي عملیاتو په لړ کې ماشومانو ته زیان ورسوي او له هغوی څخه د ستانې لپاره هڅه وکړي.