دایکنډي کې د ماشومانو په ګډون د ملکي وګړو وژنې؛ یونیسف: دې برید شوک را کړی

لخوا Aamaj News

د ملګرو ملتونو له ماشومانو څخه د ملاتړ صندوق (یونیسف) د دایکندي په سیوک سیمه کې پر ملکي وګړو د طالبانو برید او د ملکي وګړو د وژنو په غندنې سره چې د څلور ماشومانو په ګډون ۱۱ ملکي وګړي پکې وژل شوي ویلي، له دې برید څخه مو په ژوره توګه شوک ولید او خواشیني شوو.

یونیسف تېره ورځ (جمعه) په یو لړ ټوېټونو کې د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ په شریکولو سره ټينګار کړی چې د ماشومانو په وړاندې د تاوتریخوالي ټولې کړنې په«سخت ډول غندي»

د ملګرو ملتونو له ماشومانو څخه د ملاتړ صندوق په وینا په دې برید کې څلور ماشومان چې له یو تر ۱۴ کالونو یې عمر درلود، وژل شوي.

یاد سازمان د طالبانو لخوا د بشري حقونو څخه د سرغړونو له دوام څخه په نيوکې سره غوښتي چې دوی نړیوالو قوانینو ته درناوی وکړي.

یونیسف وویل: «موږ له ټولو لورو څخه غواړو چې د نړیوالو قوانینو پر بنسټ خپلو ژمنو ته ژمن او له ماشومانو څخه د ملاتړ لپاره په ټولو وختونو کې لاس په کار شي.»

یونیسف یو ځل بیا د ماشومانو لپاره د ښې فضا په جوړولو ټينګار وکړ او زیاته یې کړه، چې افغانستان کې «باید» هر هلک او نجلۍ اجازه ولري تر څو په سوله او داسې محیط کې ژوند وکړي چې وتوانېږي رشد وکړي او له خپلو وړتیاوو ګټه واخلي.

د ملګرو ملتونو سازمان د ماشومانو صندوق دا غبرګون په داسې حال کې دی چې طالبانو پنج‌شنبه ورځ د دوه کورنیو ۱۱ تنه غړي له مقاومت جبهې سره د همکارۍ په تور ووژل.

د طالبانو دا کړنه له پراخو نړیوالو او کورنیو غبرګونونو سره مخ شوې ده. طالبانو تر اوسه په دې اړه چوپتیا غوره کړې ده.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ