یونیسف: نړیواله ټولنه او طالبان باید د افغانستان ماشومانو لپاره له یو بل سره د همکارۍ په موخه حل لارې ومومي

لخوا Aamaj News

له ماشومانو څخه د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق (یونیسف) اجرايي مدیر کاترین راسل ویلي چې نړیواله ټولنه او طالبان باید د افغانستان ماشومانو لپاره له یو بل سره د همکارۍ په موخه حل لارې ومومي.

نوموړي تېره ورځ افغانستان ته د خپل سفر په اړه په یوه بیانیه کې ویلي چې “وخت ډېر لوړ ارزښت لري، څومره چې ډېر په تمه شو، د افغانستان ماشومانو لپاره وضعیت لا خرابېږي.”

نوموړي ویلي؛ څو لسیزې جګړې، ویجاړونکې وچکالۍ، د سقوط په حال کې اقتصاد او نړیوال بندیزونه د افغانستان ماشومانو ته نه جبرانېدونکي زیانونه اړوي او هغه څه چې افغانستان کې لیدل شوي اندېښنه کوونکي دي.

نوموړي زیاته کړې؛ چې وضعیت مخ په خرابېدو دی او په ۲۰۲۲م کال کې د یونیسف د وړاندوینې پر بنسټ، په سخته خوارځواکۍ څه باندې یو میلیون اخته ماشومان به درملنې ته اړتیا ولري.

د یونیسف اجرایي مدیر زیاته کړې؛ نږدې ۱۳ میلیونه ماشومان بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري او د شرهکانو او اسهالاتو ناروغۍ خپل پراخوالي ته دوام ورکړي.

نوموړي همداشان له نړیوال ټولنې غوښتي؛ چې زیان لیدونکو کسانو سره د مرستې لپاره د اړتیا وړ بودیجه یونیسف ته ورکړل شي.

دا په داسې حال کې ده؛ چې د روان کال زمري ۲۴مې او د طالبانو حکومت له رامنځته کېدو وروسته، نړیوالې مرستې بندې او پر دې هېواد مالي بندیزونه هم وضع شوي.

د مرستو بندېدل او د بندیزونو وضع کول په افغانستان کې د اقتصادي کړکېچ لامل شوي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ