یونیسف: روان کال به په افغانستان کې شااوخوا ۳.۲ میلیون ماشومان له خوارځواکۍ څخه وځورېږي

لخوا Aamaj News

له ماشومانو څخه د ملګرو ملتونو سازمان د ملاتړ صندوق (یونیسف) نن (پنجشنبه د کب ۵مه) په یو لړ ټویټونو کې لیکلي چې ښایې روان کال به په افغانستان کې ۳.۲ میلیون ماشومان له سختې خوارځواکۍ څخه وځورېږي.

له ماشومانو څخه د ملګرو ملتونو سازمان د ملاتړ صندوق زیاته کړې؛ چې دوی به د تغذیې سلاکالاران او سیارې ډلې زیاتې کړي.

دا په داسې حال کې ده؛ چې د افغانستان د وروستیو بدلونونو په لړ کې؛ په هېواد کې د لوږې او بېوزلۍ کچه پراخه شوې او د اړمنو شمېر زیات شوی.

خو طالب ویاندویان په بیا بیا ځلې د تکامل لارې ته د هېواد د جوړېدو خبرې کړي او وایي؛ چې د تېرو محسباتو په خلاف افغانستان له اقتصادي کړکېچ سره نه دی مخ شوی.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ