یونیسف: د ارزګان او کندهار ځینې برخې له سختې وچکالۍ سره مخ دي

لخوا Aamaj News

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) په یوه راپور کې ویلي، د افغانستان په سوېل کې د ارزګان او کندهار ولایت ځینې برخې له “کلک” وچکالۍ سره مخ دي.

یونیسف لیکي چې د دې سازمان له همکارانو سره کار کوي چې په افغانستان کې وچکالۍ ځپلو سیمو ته پاکې او خوندي اوبه برابرې کړي.

دغې ادارې د یوه ۵۵ کلن کندهاري او نهه ماشومانو پلار نجیب له قوله ویلي، «کله چې د اوبو موټر راورسېږي، زموږ لپاره د روژې د پای غوندي مهم دي. موږ داختر په څېر لمانځو.»

تر دې مخکې د ماشومانو د ساتنې ادارې «Save the Children» په یوه راپور کې ویلي وو، چې په افغانستان کې د خوراکي توکو د بیو لوړېدل په دې معنا دي، چې سږ کال روژه به ډېرې کورنۍ او د هغوی ماشومان یوازې په ډوډۍ او اوبو ژوند وکړي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ