له زده‌کړو د نجونو بې‌برخې‌توب؛ یونسکو: د افغانستان یو نسل خطر کې دی

لخوا Aamaj News

د ملګرو ملتونو کلتوري ښوونیز او علمي سازمان (یونسکو) خبرداری ورکړی دی، چې که د نجونو د زده‌کړو لپاره د طالبانو پرېکړه بدلون و نه کړي، له زده‌کړو د نجونو بې‌برخې‌توب به د یو نسل د نابودۍ لامل شي.

یونسکو نن (سه‌شنبه د کب ۲۳مه) په یو ټوېټ کې لیکلي؛ چې طالبانو افغانستان کې یو نسل له خطر سره مخ کړی دی او اوسمهال دا هېواد په نړۍ کې یوازینی هېواد دی، چې ښځې او نجونې یې له زده‌کړو منع کړې دي.

یاد سازمان ټينګار کړی دی، چې د یو ملت د پراختیا لپاره د زده‌کړو خاوندانې ښځې «اړینې» دي.

د ملګرو ملتونو کلتوري، ښوونیز او علمي سازمان همداشان څرګنده کړې ده، چې که د نجونو د زده‌کړو بندیز لرې نه شي، دې هېواد کې به یو نسل له منځه ولاړ شي.

دا خبرداری په داسې حال کې دی، چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځيو بندېدو څخه د ۵۴۰ ورځو په تېرېدو او د نجونو د زده‌کړو منع کېدو د لغوه کولو لپاره د نړۍ د فشارونو سربېره، طالبان تر اوسه له خپلې پرېکړې په شا شوي نه دي.

د دې سربېره په اوسمهال کې د طالبانو د فرمان پر بنسټ ښځې او نجونې د کار اجازه هم نه لري.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ