د ملګرو ملتونو د زدهکړو، علمي او کلتوري سازمان (یونسکو) په خپل نوي راپور کې خبر ورکړی دی، چې ۲۰۲۲ میلادي کال نړۍ کې ۸۶ خبریالان سلنه خبریالان او رسنیز کارکوونکي وژل شوي دي.
د یونسکو عمومي منشي آدري ازولي تېره ورځ (دوشنبه) د یوې بیانیې په خپرولو سره ټینګار کړی، چې نړۍ کې د خبریالانو د قتل ۸۶ سلنه پېښو کې هېڅوک عدالت ته نه دي وېستل شوي.
د دې راپور پر بنسټ، تېر کال په منځني ډول هر څلور ورځو کې یو خبریال وژل شوی.
د یونسکو د راپور پر بنسټ، شته وضعیت ته په کتو، «د خبریالانو لپاره هېڅ امن ځای شتون نه لري، حتي د دوی په شخصي وختونو کې.»
یاد سازمان د اندېښنې په څرګندولو سره زیاته کړې: «د خبریالانو وژنو کې د څو پرله پسې کالونو د کمښت وروسته، د هغه خبریالانو په وژنو کې چې، ۲۰۲۲ کې وژل شوي ډېرښت د اندېښنې وړ دی.»
دا په داسې حال کې ده، چې د ۲۰۱۹ تر ۲۰۲۱ کال پورې هر کال په منځني ډول ۵۸ خبریالان د نړۍ ګوټ ګوټ کې وژل شوي وو.
بل پلو ۲۰۲۲ میلادي کال کې مکسیکو د خبریالانو د وژنو ۱۹ پېښو درلودلو سره، د خبریالانو لپاره مرګونی هېواد وو او وروسته اوکراین چې له روسیې سره په جګړه دی د ۱۰ پېښو او هایټي د ۹ پېښود درلودلو سره د جدول په سر کې دي.
له دې وروسته هم بېپولې خبریالانو د ۲۰۲۲ کال په پای کې د یو راپور خپرولو سره ویلي وو، چې افغانستان له عراق او سوریې وروسته د خبریالانو لپاره تر ټولو خطرناک هېواد دی.