یوناما طالبانو ته: د ښځو او نجونو په وړاندې دوه‌ګونو سیاستونو ته بدلون ورکړی

لخوا Aamaj News

د ملګرو ملتونو مرستیال پلاوي دفتر (یوناما) افغانستان کې د نوي کال لومړۍ ورځې په مناسبت له طالبانو غوښتي، چې دوی باید د ښځو او نجونو په وړاندې ټول «دوه‌ګوني» سیاستونه بدل کړي.

یوناما نن ( د وري لومړۍ) په یو ټوېټ کې لیکلي، چې افغانستان کې د نوي ښوونیز کال له پیل سره به، څه باندې یو میلیون نجونې په ټولګیو کې له شتون بې‌برخې شي.

دې دفتر همداشان ټينګار کړی دی، چې طالبانو نه یوازې د افغانستان نیم جمعیت هیلې مختل کړې دي، بلکې دې هېواد ته هم «خورا ډېر زیانونه» رسوي.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستیال پلاوي دفتر دا اندېښنه په داسې حال کې ده، چې له ۵۴۷ ورځو را په دېخوا دې ډلې افغانستان کې منځنیو ښوونځيو ته د نجونو پر تګ بندیز لګولی دی.

د ۲۰۲۱ کال اګېسټ په ۱۵مه کابل ته د طالبانو له دننه کېدو وروسته، د لسګونه فرمانونو او لایحو په خپرولو سره، د ښځو او نجونو د کار او زده‌کړو په ګډون د دوی بنسټیز حقونه ورڅخه اخیستل شوي دي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ