افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستیال هیئت دفتر (یوناما) ویلي؛ چې د نجونو د زدهکړو بندیز، د زدهکړو برخه کې د تېرو ۲۰ کالونو لاسته راوړنې له منځه وړي.
یوناما نن (دوشنبه د سلواغې ۱۷مه) یو ځل بیا له طالبانو غوښتي، چې د نجونو د زدهکړو بندیز لغوه کړي.
څه باندې ۵۰۴ ورځې کېږي، چې نجونې د طالبانو لخوا د زدهکړو له حق بېبرخې شوې دي.
د طالبانو لوړو زدهکړو وزارت تازه د خصوصي پوهنتونونو کانکور آزموینه کې د نجونو نومولیکنه منع کړې ده.
له زدهکړو څخه د طالبانو د مخنیوي په اړه د پراخو کورنیو او بهرنیو غبرګونونو سربېره؛ دا ډله وایي، چې د نجونو د زدهکړو بندیز یو لنډمهاله ګام دی او دا ستونزه به حل شي.