یوناما د پوهنتونونو له بیا ځلې پیلېدو څخه ستاینه وکړه

لخوا Aamaj News

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د معاونت هیئت یا یوناما په یو ټويت کې په افغانستان کې د دولتي پوهنتونونو د بیا پرانیستنې له پرېکړې هرکلی کړی او وایي چې سبا د افغانستان لپاره ځانګړې ورځ ده.

یوناما زیاتوي؛ چې د ملګرو ملتونو سازمان د هلکانو او نجونو پر مخ د پوهنتونونو له پرانیستلو هرکلی کړي.

یوناما ټینګار کړي؛ چې په برابر ډول ښوونې او روزنې ته لاسرسی ارزښتمند دی.

دا په داسې حال کې ده؛ چې د طالبانو حکومت د لوړو زدکړو وزارت سرپرست، عبدالباقي حقاني ویلي چې په تودو سیمو کې د دولتي پوهنتونونو درسونه به د سلواغې په ۱۳ مه او په سړو سیمو کې به د کب میاشتې په ۷ مه نېټه پیل شي.

خو عبدالباقي حقاني په دولتي پوهنتونونو کې د ښځینه زدکړیالانو د ګډون څرنګوالي او شرایطو په اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې وړ ده چې دولتي پوهنتونونه د پخواني حکومت له سقوط وروسته د زدکړیالانو پر مخ تړل شوي و.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ