ملګرو ملتونو پنجشیر کې د طالبانو له خوا د وژنو ۶۹ قضیې مستند کړي

لخوا Aamaj News

د ملګرو ملتونو مرستیال پلاوی (یوناما) پنجشیر کې د طالبانو له خوا د وژنو ۶۹ قضیې مستند کړي دي.

یوناما د افغانستان د وضعیت په اړه د دغه سازمان سرمنشي، انتونیو ګوترش وروستي راپور له مخې ویلي چې د غیر قانوني وژنو ٤٨ پېښې یواځې د سپټمبر له ۱۲مې تر ۱۴مې د پنجشېر په دره او خنج ولسوالیو کې ثبت شوې دي.یوناما (شنبه د لېندۍ ۲۸مه) په یوه بیانیه کې دغه راپور ته په اشارې سره چې ټاکل شوې د ډسمبر په ۲۰مه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وړاندې شي، اعلان کړی چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشی ځانګړې استازې رزا اوتونبایوا به هم په دې غونډه کې وینا وکړی.

دې راپور کې د ټولو پخواني پوځیانو او ملکي وګړو شمېر چې په ترهګریزو بریدونو او د طالبانو لخوا په قصدي وژنو کې وژل شوي او یا ټپیان شوي شامل دی.

په راپور کې راغلي چې د اګست له ۱۷مې څخه د نومبر تر ۱۳مې پورې، یوناما په چاودنو او بریدونو کې د ملکي وګړو ۱۲۴ وژل شوي او ۴۰۶ ټپیان شوي شمېر ثبت کړی دی.

ویل شوي، د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې اصلي لامل لاسي جوړ ماینونه او ناچاوده مهمات دي، چې له امله یې لږ تر لږه ۱۹ تنه وژل شوي او ۳۵ نور ټپیان شوي چې ډېری قربانیان ماشومان دي.

یوناما په دریو میاشتو کې، لږ تر لږه ۹ غیر قضایي وژني، د شکنجې او بد چلند شپږ قضیې او د طالبانو له خوا د حکومتي چارواکو او پخوانیو افغان امنیتي ځواکونو په وړاندې د خپل سري نیولو ۲۹ قضیې مستند کړي دي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي په راپور کې د طالبانو د هغې ادعا په خلاف، چې ګواکې پر کابل د دوی له واک ته رسېدو سره د ملکي تلفاتو شمېر کم شوی دی، ویل شوي چې د اګست له ۱۷مې د نوامبر تر ۱۳مې پورې دغې نړیوالې ادارې ۱۵۷۸ امنیت اړوند پېښې ثبت کړي دي چې د تېر کال ورته مودې د شمېر په پرتله ٢٣ سلنه زیاتوالی ښيي.

ښاغلي ګوترش همداراز زیاته کړې چې د داعش سره په تړاو د تورنو کسلنو په وړاندې د بشري حقونو سرغړونې د پخوا په پرتله کمې شوي دي؛ خو، یوناما د غیر قضایي وژنې ۶۹ قضیې، د خپل سري نیولو ۱۴ پېښې او د «مقاومت جبهې» سره د تړاو په تور د شکنجې او ناوړه چلند شپږ قضیې ثبت کړي دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي یو ځل بیا افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د اندېښنې په څرګندولو ټینګار کړی چې طالبانو د عقیدې، بیان او سوله ییزو غونډو ازادۍ لپاره د دې هیواد وګړو د حقونو محدودولو ته دوام ورکړی او تعلیم ته د نجونو په لاسرسي او د دولتي جوړښتونو په ټول شموله کېدو کې هیڅ پرمختګ نه دی لیدل شوی.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ