افغانستان کې د ناورینونکې قحطۍ په اړه د یوناما خبرداری

لخوا Aamaj News

افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) خبرداری ورکړی چې افغانستان کې شپږ میلیونه وګړي د «ناورینونکې قحطۍ» په درشل کې دي.

د یوناما مرستیال، رامز الاکبروف تېره ورځ (چهارشنبه) په خبري غونډه کې ویلی چې دغه شپږ میلیونه وګړي د بودیجې د کمښت څخه د بشري مرستو د کمېدو له امله د خوراکي نا امنۍ له «بېړنۍ» کچې سره مخامخ دي.

د یوناما مرستیال څرګنده کړې چې افغانستان کې وضعیت پنځمې مرحلې ته له رسېدو مخکې پړاو کې دی، او پنځم پړاو په اصل کې د «ناورینونکې قحطۍ» پړاو دی.

د نوموړي په ​​وينا، اوس مهال شپږ ميليونه وګړي د ناورینوکې قحطۍ له خطر سره مخ دي.

نوموړي همداراز یادونه کړې چې دوی د دې وضعیت د حل لپاره د ژمي چمتووالي پروګرامونو ملاتړ لپاره ٧٦٨ ملیون ډالرو ته اړتیا لري، او د کال تر پای ته رسېدو دمخه هم ٦١٤ ملیون ډالرو ته اړتیا لري. هغه ټینګار کړی چې د ټول کال د بودیجې د تامینولو له ستونزې سره مخ دي.

د یوناما دا خبرداری په داسې حال کې دی چې موده وړاندې سیګار په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو څانګې په بودجه کې د پام وړ کموالی خبر ورکړی و.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ