په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) په دایکندي کې د وروستۍ پېښې په اړه ویلي، په دغه ولایت کې د ماشومانو په ګډون د اتو ملکي وګړو د وژل کېدو ډېر جدي راپورونه تر لاسه شوي.
یوناما نن (پنجشنبه د لېندۍ ۱۰مه) په یو ټویټ کې ویلي چې هڅه کوي د دایکندي د «سیوک شیبر» د وروستۍ پېښې په اړه حقایق څرګند کړي.
دغه سازمان همدا راز زیاته کړې، چې له طالبانو سره یې د کره تحقیقاتو او حساب ورکونې په موخه خبرې پیل کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ طالبانو د دايکنډي په مرکز سيوک-شيبر کلي کې د دوو کورنيو پر غړو بريد کړی چې په پايله کې د ماشومانو په ګډون نهه تنه د طالبانو لخوا ووژل شول.
خو طالبانو ویلي دي چې وسله وال «بغاوت کوونکي» یې وژلي دي.