افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان مرستیال دفتر ویلي چې د ۲۰۲۱ له اګېسټ څخه را په دېخوا افغانستان کې د خبریالانو د بشري حقونو څخه د سرغړونې ۲۰۰ پېښې ثبت کړې دي.
یوناما ویلي چې په دې بېمخینې شمېرو کې خپلسرې نیونې، بدچلندونه، ګواښل او ځورونې هم شامل دي.
یوناما زیاته کړې چې افغانستان کې رسنۍ له خطر سره مخ دی.
افغانستان د خبریالانو لپاره یو له ناامنه هېوادونو څخه شمېرل کېږي.
د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته، د دې سربېره چې د خبریالانو د قتل له پېښو څخه کم راپور ورکول کېږي؛ خو طالبانو د خبریالانو او رسنیو په وړاندې پراخ بندیزونه لګولي دي.
د بېپولې خبریالانو (RSF) د ټولپوښتنې د پایلو پر بنسټ، افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته، دې هېواد کې نږدې ۴۰ سلنه رسنۍ بندې او ۶۰ سلنه خبریالان بېکاره شوي دي.
د یاد سازمان په وینا، ښځو او خبریالانو تر ټولو ډېر اغېز منلی دی او ۷۶.۱۹ سلنه یې خپلې دندې له لاسه ورکړې دي.