په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی (یوناما) وايي چې د دغه دفتر سیاسي او د بشري حقونو ټېمونه پنجشېر ته سفر کړی دی.
یوناما وايي چې د دغه سازمان سیاسي او بشري حقونو ټیمونو په پنجشېر کې د طالبانو له والي، محمد نسیم نوري سره په لیدنه کې په دغه ولایت کې د ناامنیو او له بشري حقونو څخه د جدي سرغړونې په اړه پر خپلې ژورې اندېښنې ټینګار کړی.
د یوناما په وینا، د دې ټیمونو د سفر موخه په پنجشېر کې د بشري حقونو د سرغړونو د ادعا څېړل ده.
یوناما زیاته کړې چې ځواب ویل او د ټولو افغانانو د حقونو ساتنه د سولې کیلۍ ده.
طالبانو په پنجشېر کې د «مقاومت جبهې» سره د تړاو په تور د ملکي خلکو په نیولو، شکنجه کولو او په ډزو کولو تورن دي. دغه ډله په پنجشېر کې د «مقاومت جبهې» د بندیانو په ډزو وژلو هم تورنه ده.