پر کاج ښوونیز مرکز د برید د مرګ‌ژوبلې د شمېر ډېرښت؛ وژل شوي ۴۳ تنو او ټپیان ۸۳ تنو ته رسېدلي دي

لخوا Aamaj News

افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د استازولۍ دفتر (یوناما) خبر ورکړی، چې پر کاج ښوونیز مرکز له برید څخه تر اوسه ۴۳ وژل شوي او ۸۳ ټپیانو پېژندنه تثبیت شوې ده.

یوناما نن سهار (دوشنبه د تلې ۱۱مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي د مرګ‌ژوبلې ډېرېدو احتمال شتون لري او ډېری قربانیان ښځې او پېغلې نجونې دي.

یاد بنسټ زیاته کړې چې د قربانیانو د پېژندنې او هویت د تثبیت بهیر کابل د کې د یوناما د بشر حقونو د ټیمونو له لوري دوام لري.

دا دویم ځل دی چې یوناما پر کاج ښوونیز مرکز د برید د قربانیانو له زیاتېدو خبرې کړي.

تېره جمعې ورځ پر کاج ښوونیز مرکز برید؛ پر ښوونیزو مرکزونو یو له خونړیو بریدونو وو.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ