کاج ښوونیز مرکز کې چاودنه؛ یوناما: د افغانستان امنیت د ترینګلتیا په حال کې دی

لخوا Aamaj News

افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د استازولۍ دفتر د کابل لوېدیځ کې پر کاج ښوونیز مرکز برید غندلی دی. یوناما ویلي چې د افغانستان امنیت د ترینګلتیا په حال کې دی.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د استازولۍ دفتر وايي چې یو زیات شمېر ملکي وګړي په ننني بې‌رحمه برید کې وژل شوي دي.

یوناما زیاته کړې؛ چې یاد برید د ډېری هزاره او شیعه مېشتو وګړو په سیمه کې شوی دی.

د یادې پېښې په پایله کې نږدې ۱۰۰تنه چې ډېری یې نجونې دي، ټپیان او وژل شوي دي.

د یادې پېښې پړه لا تراوسه کومې ډلې په غاړه نه ده اخیستې.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ