د الهې اجباري نکاح؛ یوناما له طالبانو وغوښتل چې په دې اړه څېړنه وکړي او د دې پېښې لامل ته سزا ورکړي

لخوا Aamaj News

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستیال دفتر د الهې په نوم نجلۍ سره د طالبانو کورنیو چارو وزارت د پخواني ویاند سعید خوستي د اجباري نکاح په اړه اندېښنه ښودلې.

یوناما نن (جمعه د وږې ۱۱مه) له طالب چارواکو غوښتي چې په دې اړه څېړنه وکړي او د دې پېښې لامل ته سزا ورکړي.

یوناما په یو ټوېټ کې لیکلي: «موږ له طالب چارواکو غواړو چې د بشر حقونو تر پښو لاندې کوونکې پېښې په روڼتیا سره وڅېړي، لاملینو څخه پوښتنې وکړي او د افغانستان نجونو او ښځو امنیت ونیسي.»

له دې وړاندې هم د بشر حقونو د څار بنسټ کابل کې له نړیوالو ډیپلوماټانو وغوښتل، چې ژر تر ژره د الهې د ساتنې ځای او روغتیا پوښتنه وکړي.

یاد سازمان (پنجشنبه د وږې ۱۰مه) یوه بیانیه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي او د بشر حقونو شورا څخه غوښتي چې د الهې پېښې ته ورته پېښې هم وڅېړي.

الهه هغه زده‌کړیاله ده چې وروستیو کې یې د طالبانو کورنیو چارو وزارت پخوانی ویاند سعید خوستي پر ځان د (جنسي تېري او په زور واده) کولو باندې تورن کړ.

نوموړې په دې ویډیوګانو کې چې ځان د پخواني ملي امنیت د یو جنرال لور بولي وایي چې سعید خوستي هره شپه وهله او ډبوله.

نوموړې ادعا کړې چې د طالبانو د استخباراتو په بندخونه کې ورباندې جنسي تېری شوی او له نوموړې څخه فلمونه هم اخیستل شوي دي.

سعيد خوستي له الهې سره واده کړل منلي او ویلي یې دي چې شپږ میاشتې وړاندې یې د الهې په غوښتنه له هغې سره واده کړی او له هغې وروسته چې پوه شو نوموړې د «عقیدې او باور» ستونزه لري نوموړې ته یې طلاق ورکړی.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ