یوناما: د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ناقانونه قتلونه او ظالمانه، غیرانساني او سپکونکې سزاورکونې ترسره شوې دي

لخوا Aamaj News

افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان مرستیال هیئت دفتر (یوناما) په افغانستان کې د طالبانو د واک ته رسېدو له وخت څخه د بشرحقونو څخه د سرغړونې په اړه راپور کې ویلي؛ چې د طالبان تر واکمنۍ لاندې ناقانونه قتلونه ترسره شوي.

یوناما زیاته کړې؛ چې افغانستان کې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته، ناقانونه قتلونه، ظالمانه، غیرانساني او سپکونکې سزاورکونې ترسره شوې دي.

بل پلو یوناما په خپل یاد راپور کې ټينګار کړی چې طالبان خپل بندیان وهي ډبوي او برېښنایي شوک ورکوي.

د یاد راپور پر بنسټ چې نن (چهارشنبه، د چنګاښ ۲۹مه) خپور شوی، د ۲۰۲۱ د اګېسټ له ۱۵مې څخه د ۲۰۲۲ د جون تر ۱۵ مې افغانستان کې ۷۰۰ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۴۰۶ نور ملکي وګړي ټپیان شوي.
د یوناما د راپور پر بنسټ، طالبانو په دې موده کې د افغانستان پخواني حکومت پوځيانو په وړاندې په ۱۶۰ قتلون، ۱۷۸ خپل سرو نیولو، ۲۳ ناقانونه نیولو او ۵۶ وهلو ډبولو او بد چلند لاس پورې کړی دی.

په راپور کې راغلي چې طالبانو د ۲۰۲۱ د اګېسټ له ۱۵مې څخه د ۲۰۲۲ میلادي کال د جون تر ۱۵مې د داعش ډلې اړوند کسانو په وړاندې ۵۹ ناقانونه قتلونه، ۲۲ خپل سرو نیولو او بد چلند باندې لاس پورې کړی.
یوناما همداشان ویلی؛ چې طالبانو یاده موده کې ۱۸ ناقانونه قتلونه، ۵۴ ځایه وهل ډبول او بد چلند، ۱۱۳ خپل سرې نیوې او ۲۳ ناقانونه نیوې له مقاومت جبهې سره د اړیکې او مرستې د تورونو خلکو په وړاندې ترسره کړې دي.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د مرستیال هیئت دفتر په وینا؛ طالبانو په دې موده کې ۲۱۷ عملي کړنو باندې لاس پورې کړی دی.
افغانستان کې د طالبانو واک ته رسېدو په لړ کې، د ملکي وګړو وژنې، خپل سرې نیونې، وهل ډبول او په بېلابېلو بهانو د هېوادولو ځورونې په ځانګړي ډول له مقاومت جبهې سره د اړیکې په تور زیاتې شوې دي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ