ملګرو ملتونو بلخاب کې ملکي وګړو ته له زیان رسونې او د بشر له حقونو سرغړونو په اړه اندېښنه وښوده

لخوا Aamaj News

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د مرستیال دفتر (یوناما) وایي چې د سرپل په بلخاب کې د طالبانو لخوا له بشر حقونو څخه د سرغړونې ادعا څېړي.

یوناما نن (چهارشنبه د چنګاښ ۸مه) بلخاب ولسوالۍ کې د وروستیو نښتو له امله؛ ملکي وګړو ته د زیان رسېدنې، اجباري کډو، د بشر له حقونو څخه د سختو سرغړونو او مالي زیانونو په اړه اندېښنه ښودلې.

د ملګرو ملتونو د مرستیال دفتر دا اندېښنې په داسې حال کې کېږي چې طالبان بلخاب کې د ملکي وګړو په عام قتل تورن شوي.

د ملکي وګړو د وژنې ادعا د بشري حقونو بنسټو پراخې اندېښنې له ځان سره لري. خو طالبان بلخاب کې د ملکي وګړو مرګ‌ژوبله رد کوي.

له بلخاب وړاندې طالبان په پنجشېر او اندرابونو کې هم د ملکي وګړو په وژلو تورن شوي وو.

اړوند لیکنې

1 تبصره

Cadena COPE Ávila November 4, 2023 - 11:06 pm

I appreciate you sharing this blog post. Thanks Again. Cool.

ځواب

یو نظر پریږدئ