د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړي وایي؛ چې طالبان باید ژر تر ژره له هغه سیاستونو او کړنو په شا شي، چې د بشرحقونو، ښځو او نجونو بنسټیزې آزادۍ کموي.
دوی تېره ورځ( سهشنبه د غبرګولي درېیمه) په یوه ګډه اعلامیه کې چې ملګرو ملتونو کې د ناروې د دایمي استازولۍ لخوا خپره شوې، د طالبانو لخوا یې د بشر حقونو، ښځو او نجونو د اساسي آزادیو له ډلې د لوړو زده کړو، کارموندنې، تګ راتګ د آزادیو په اړه خپله ژوره اندېښنه ښودلې
دوی همداشان په عمومي ځایونو او رسنیو کې د ښځو د ماسک پر مخ پټولو په اړه د طالبانو د پرېکړه په اړه اندېښنه ښودلې.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ښځو پر برابر، مساوي او بشپړ ګډون ټینګار کړی و ویلي یې دي؛ چې یاد بندیزونو له نړیوالې ټولې او د افغانستان له خلکو سره د طالبانو د ژمنو په ټکر کې دي.
دوی د طالبانو لخوا د څو مهمو دولتي ارګانونو انحلال هم د اندېښنې وړ بللی.
د دې ټول سربېره؛ دوی همداشان څرګنده کړې، چې طالبان د دې نجونو ښوونځیو پرانیستلو په تړاو خپلو ژمنو باندې ودرېږي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یاده اعلامیه کې د افغانستان ناآرام وضعیت له دې ډلز د سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو او امنیتي ستونز او د افغانستان خلکو پر ژوند د هغې اغېز، په ځانګړي د غیرپوځیانو په وړاندې بریدونو، د عیرپوځیانو پر بنسټیزو ځایونو او مذهبي اقلیتونو باندې د بریدونو په اړه هم خپله اندېښنه ښودلې.
دوی د افغانستان کړکېچن انساني او اقتصادي وضعیت په اړه ویلي؛ چې برشدوستانه مرستو د هڅو تقویت او له نور هغه فعالیتونو اړتیا ده چې بنسټیزې اړتیاوو ملاتړ کړي.
په ورته وخت کې د امنیت شورا غړو ټبنګار کړی؛ چې په غوره ډول د بشري مرستو وړاندې کول دې ته اړتیا لري، چې ټول لوبغاړي د بشپړ لاسرسي، بې خطره او بې مانع اجازه بشردوستانه پرسونل او په ځانګړي ډول ښځو ته ورکړي او د افغانستان په وړاندې بنسټیزو اقتصادي ستونزو ته د لاسرسي لپاره اړیتاوې تشخیص کړي.
دوی همداشان د بانکي او مالي سیستمونو د جوړونې او د افغانستان مرکزي بانک له شتمنیو څخه د یاد هېواد د خلکو پر ګټه د ګټې اخیستنې غوښتنه هم کړې ده.
دا په داسې حال کې ده؛ چې طالبانو د یو فرمان په صادرولو سره، د بشرحقونو کمیسیون، پر اساسي قانون د څار کمیسیون، د ملي روغې جوړې عالي شورا او د ملي امنیت شورا منحل کړي.
په ورته وخت کې؛ د طالبان امر بالمعروف او نهیې عن المنکر وزارت انځوریزو رسنیو ته خبر ورکړی؛ چې د یادو رسنیو ښځینه ویاندویانې باید په تور ماسک سره خپل مخونه پټ کړي.
یاده پرېکړه اوسمهال د پراخ غبګون په توګه د افغانستان رسنیو کې عملي کېږي.
د رسنیو نارینه ویاندویانو د طالبانو د یادې پرېکړې په غبرګون کې تور ماسکونه پر مخ کړي. په خواله رسنیو کې هم د بشرحقونو فعالانو له تور ماسک پر مخ کولو او #FreeHerFace هشتګ سره د طالبانو دې وروستۍ پرېګړې په تړاو غبرګون ښودلی.