د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي، انتونیو ګوترش د پناه غوښتونکو په نړیواله ورځ له یو شمېر عراقي او افغان کډوالو سره چې په نیویارک کې کډوال دي، لیدنه او خبري کړي دي.
ښاغلی ګوترش ویلي چې دغو پناه غوښتونکو په نړۍ کې د ملیونونو نورو پناه غوښتونکو په څېر په متحده ایالاتو کې یو هوسا ژوند غواړي او باید یې ملاتړ وشي.
د بښني نړیوال سازمان په وروستیو کې اعلان کړی چې افغانستان په نړۍ کې د پناه غوښتني یو تر ټولو لوی او اوږد ناورین لري.
د بښني نړیوال سازمان په وینا، د طالبانو په لاس کې د افغانستان د سقوط وروسته، د افغانستان ٦ میلیونه وطنوال له خپل هیواد نه بهر کډوال شوي چې اوس لیري له خپل هیواد او په شدیده بې وزلي کې ژوند کوي.
دغه سازمان زیاته کړې چې دغه هیواد اوس له یو بشري ناورین سره مخ دی او باید د دغو کډوالیو مخه ونیول شي.
همدارنګه دغه نړیوال سازمان زیاته کړې چې د افغانستان ډېری دغه کډوال د ایران، پاکستان، ازبیکستان، تاجکستان، مالیزیا او ترکیې په ګډون د نړیوالو قوانینو پر بنسټ له خپل حقونو بې برخي دي.
د بښني نړیوال سازمان ټینګار کړی چې همدارنګه افغان کډوال له تاوتریخوالي، بد چلند او جبري ستنېدو سره مخ دي.
د یادولو وړ ده چې د طالبانو د واکمنۍ له راتګ وروسته، له افغانستان څخه بېلابیلو هیوادونو ته په قانوني او ناقانونه توګه د غټي څپې تر سره شوي دي.
5 تبصرې
Thank you for great article. I look forward to the continuation.
Thank you for great content. I look forward to the continuation.
Great information shared.. really enjoyed reading this post thank you author for sharing this post .. appreciated
I appreciate you sharing this blog post. Thanks Again. Cool.
… [Trackback]
[…] Read More Information here to that Topic: aamajnews24.com/ps/un-refugees/ […]