د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی: طالبانو د افغانستان له ټولني څخه ګام په ګام ښځي ګوښه کوي

لخوا Aamaj News

په افغانستان کې د بشر حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی، ریچارډ بنټ تېره ورځ (پنجشنبه) ویلي چې طالبانو د خپلي واکمنۍ دپیل راهیسي، دافغانستان له ټولنې څخه ښځې ګام په ګام ګوښه کړې دي.

بنټ افغانستان ته له څو ورځني سفر وروسته، د اروپا په پارلمان کې په دغه هیواد کې د بشري حقونو د وضعیت، په ځانګړي ډول د ښځو او ماشومانو د حقونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې.

نوموړي ټینګار کړی چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو په وړاندي د بشري حقونو څخه سرغړوني دوام لري.

د ملګرو ملتونو راپور ورکوونکي زیاته کړې چې طالبانو د خپل حکومت له پیل راهیسي، د افغانستان ښځې او نجونې په ټولنه کې د فعال شتون څخه بې برخې کړې دي.

نوموړي ویلي: «هغه ګامونه چې طالبانو د تېر کال له اګسټ میاشتې اوچت کړي دي، د جنسیتي جلاوالي له نمونې سره مطلق مطابقت لري او له ټولني څخه د ښځو ورکولو په موخه دي. په ټولنه کې د دوی عمومي هویت او ګډون د له منځه تلو په حال کې دی.»

نوموړی ټینګار کړی چې همدا اوس د ښځو او نجونو په وړاندې د بشري حقونو څخه سرغړونې دوام لري او وضعیت د خرابېدو په حال کې دی.

بنټ زیاته کړې: «په رښتیا چې اوس په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړوني ډېرې پېښي ترسره کیږي او وضعیت دخرابېدو په حال کې دی؛ خو په افغانستان کې د بشري حقونو تر ټولو څرګنده سرغړونه، د ښځو او نجونو د حقونو سرغړونه ده. په افغانستان کې د ښځو د بشري حقونو لپاره شاتګ مصیبت دی. دا په معاصر تاریخ کې د ښځو لپاره نسبت و ټولو ځایو د شاتګ تر ټولو لوی ګام دی.»

ریچارډ بنټ دخپلو خبرو په جریان کې نړیواله ټولنه مخاطب ګرځولې او خبرداری یې ورکړی چې په افغانستان کې د ښځو د حقونو د تامین ناکامي به د نړیوالې ټولنې ناکامي وي او په دې برخه کې ټول نارینه او ښځینه مسوول دي.

له بلې خوا د طالبانو د حکومت ویاند، ذبیح‌الله مجاهد د دغه راپور په ردولو سره ویلي چې د ملګرو ملتونو دځانکړي راپور ورکوونکي ویناوې د بسیا مالوماتو د نشتون څخه دي.

مجاهد څرګنده کړې: «همدا اوس د نظام په مختلفو برخو کې لکه روغتیا، لوړي زده کړي، امنیتی، عدلي او قضايي او څارنوالۍ کې ښځې فعالې دي او کار کوي. معاش ورکو او دا یو لوی احسان دی؛ کار نه کوي؛ خو معاش ترلاسه کوي.»

د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي یادې څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته، په دغه هیواد کې ښځې او نجونې له ډیرو محدودیتونو سره مخ شوې دي.

په دولتي ادارو کې ښځو او نجونو د دندو ترسره کولو څخه منعي شوې دي او تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازې تړلې دي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ